بي سي بي د آسټريليا په ضد د ټي ټوئنټي او ټېسټ ټيمونو اعلان کړې

پاکستان کرکټ بورډ د آسټريليا په ضد کيدو نکي ټي ټوئنټي او ټېسټ سيريز لپاره د ټيم اعلان کړې او پخوانې کپتان سرفراز احمد يي د ټيم نه بهر کړے دے۔

د اسټريليا په ضد درې ټي ټوئنټي ميچونو لپاره د سکواډ اعلان  شوي شپاړس کيسزه سکواډ کښې کپتان بابراعظم،  آصف علي، فخرزمان، حارث سهيل، افتخار احمد،عماد وسيم،  امام الحق، خوشدل خان، محمد عامر، محمد حسنين، محمد عرفان، محمد رضوان، موسي خان، شاداب خان، عثمان قادر او وهاب رياض شامل دي۔

همدا شان د دوۀ ټيسټ مچونولپاره اعلان شوي شپاړس کسيزه ټيم کښې کپتان اظهرعلي، عابد علي، اسد شفيق، بابراعظم، حارث سهيل، امام الحق، عمران خان سينئر، افتخار احمد، کاشف علي، محمد عباس، محمد رضوان، موسي خان، نسيم شاه، شاهين شاه آپريدي، شان مسعود او ياسر شاه شامل شي۔

بلخوا لاهور کښې د پريس کانفرنس په مهال ستر کوچ مصباح الحق د ټيم اعلان کولو سره ويلي د چيف سليکټر او ستر کوچ په حيثيت دا زما خواهش دے چې مونږ د آسټريليا په ضد ښه لوبه وکړو۔

د سرفراز احمد په اړه ستر کوچ مصباح الحق ويلي چې سرفراز احمد دې ډوميسټک کرکټ ولوبوي او چې فارم يي بحال شي نو هغه لپاره د واپس راتلو دروازے پرانستي دي۔

Show More

Related Articles