افغانستان ټي ټوئنټي سيريز کښې وېسټ انډيز ته ماتې ورکړې

افغان لوبډلې ټي ټوئنټې کرکټ کښې نړيوال چيمپيئن وېسټ انډېز ته د دريو ميچونو په آخرۍ لوبه کښې ماتې ورکړې او سيريز ئې دوۀ يو سره په خپل نوم کړے دے۔

د هند په لکهنو ښار کښې تېره ورځ شوي د سيريز په آخرۍ لوبه کښې افغانستان کرکټ ټيم نړيوال چيمپئين ټيم ويسټ انډېز ته په يو کم دېرش رنزونو ماتې ورکړې ده۔

شوي لوبه کښې د افغانستان کرکټ ټيم کپتان د ټاس ګټلو سره وړومبے د بېټنګ فېصله کړې او په ټاکل شوي شل اوورونو کښې ئې د اتۀ وکټو په تاوان يوسل شپږ پنځوس رنزونه جوړ کړې ؤ۔

د يوسل اووه پنځوس رنزونو په ځواب کښې د وېسټ انډېز ټيم په ټاکل شوو شل اوورونو کښې د اووۀ لوبغاړو په تاوان يوسل اووۀ ويشت رنزونه جوړ کړې او لوبه ئې بائللې ده۔

د افغانستان لخوا وکټ کيپر رحمن الله ګربز د شپږ چوکو او په پنځه چکو په مرسته يو کم اتيا رنزونه جوړ کړې او هغۀ د لوبې کامياب لوبغاړے ګرځول شوے ولې د وېسټ انډېز وکټ کيپر سهائے هوپ دوۀ پنځوس رنزونه جوړ کړي دي ۔

همدا شان د افغانستان نوين الحق د وېسټ انډېز درې او راشد خان يو لوبغاړے آؤټ کړې ولې د وېسټ انډېز لخوا هم کوټرېل، وېلېمز او پاؤل دوۀ دوۀ وکټې ترلاسه کړي دي۔

څرګنده دي وي چې د سيرز په وړومبۍ لوبه کښې وېسټ انډېز افغانستان ته په دېرش رنزونو ماتې ورکړې ؤ او په دوېمه کښې وېسټ انډيز په يو څلويښت رنزونو ماتې خوړلې وه۔

Show More

Related Articles